یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روهینګیا د مسلمانانو عاموژنې یو ځل بیا د ډيموکراسۍ اخلاقي تشه په ډاګه کړه
بسم الله الرحمن الرحيم
د روهینګیا د مسلمانانو عاموژنې یو ځل بیا د ډيموکراسۍ اخلاقي تشه په ډاګه کړه

خبر:

د سپټمبر په ۸ مه د جمعې په ورځ د ملګروملتونو د کډوالو ادارې څرګنده کړه، چې په تېرو دوو اونیو کې لږ تر لږه ۲۷۰ زره روهینګیایي مسلمانان له راخین ولایت څخه تېښتې ته اړ شوي؛ ترڅو د پوځ او ځایي بودایانو له عاموژنې او د وینو له روان سیلاب څخه ځان وژغوري.‎

پورتنۍ شمېره په میانمار کې د روهینګیا د مسلمانانو درېیمه برخه تشکیلوي. د ملګروملتونو د اټکل پر بنسټ لسګونه زره نور هم له روان کړکېچن وضیعت څخه په تېښته دي. همدارنګه د جمعې په ورځ د میانمارلپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ویاند یانګیلي څرګنده کړه، چې په روان کړکېچ کې د اګېسټ له ۲۵ مې راهیسې تر اوسه زر تنه وژل شوي؛ خو هغه دا شمېره له حقیقت څخه ډیره کمه وښوده. پر دغو وژنو سربېره، چې د میانمار د ریژیم او بودایانو په لاس ترسره کېږې، رسنیو دا هم څرګنده کړې چې لسګونه ښځې او ماشومان د وړو بېړیو په وسیله بنګله‌دېش ته تښتي؛ ترڅو له روان ظلم او وحشته ځانونه وژغوري. یوه بنګله‌دېشي سرحدي پولیس سي ان ان ته ویلي چې د سپټمبر په ۶مه د چهارشنبې په ورځ دوی د بنګله‌دېش د ناف سیند پر غاړه اته جسدونه پیدا کړل، چې نیمایي يې ماشومان وو. دغه راپورنه وایي چې د میانمار پوځ له بنګله‌دېش سره په سرحدي سیمو کې چې د روهینګیا کډوال ورڅخه تېرېږې، ځمکني ماینونه ښخوي چې تر اوسه یې ډېر ماشومان سخت ټپیان کړي دي.

تبصره:

سره له دې چې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د میانمار پوځ د روانې بې رحمه عاموژنې او نسلوژنې په اړه کره شواهد شته، خو د میانمار اوسنۍ رهبره او د غرب لپاره د سروزرو کوتره او د ډیموکراسۍ قهرمانه، انګ سان سوچي په تکرار سره د هېواد د مسلمانو لږکیو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ردوي او داسې انګیري چې روان حالات داسې نه دي لکه څرنګه چې ښودل کیږي. همدارنګه هغه هڅه کوي چې روان وحشت او د بېګناه عوامو خلکو وژنو ته اباحت ورکړي او نړۍ ته روانه عاموژنه د تروریزم پر وړاندې جګړه وښیي. په ورته وخت کې ډېموکراتیکو نظامونو ته د نړۍ په کچه دا یو عادي کار دی، چې د نورو وختونو په ډول بیا هم د میانمار له قاتل رژیم سره خپلې اړیکې ګرمې وساتي. هغوی په داسې وخت کې له سان سوچې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، چې نوموړې د وینو د روان سیلاب مشري پر غاړه لري. له هغه رژیم سره یې د اړیکو پرېکول رد کړي، چې په تکراري ډول د روهینګیا د مسلمانانو پر وړاندې له هر ډول ظلم او حشت څخه کار اخلي.

دا ټول هغه څه دي چې د انسان په لاس د جوړ شوي ډیموکراتیک سیستم هغه بدرنګه څېره خلکو ته بربنډه کوي؛ ځکه کله چې د دوی ګټې خوندي وي، نو د بېګناه خلکو وژنه او د هغوی پر وړاندې ظلم ورته هېڅ معنا نه لري. دا په حقیقت کې د دوی هغه بېسارې اخلاقي تشه په ګوته کوي. خو دوی بیا هم دغه دوه مخي سیستم ته د انساني حقونو د اتل او قهرمان لقب ورکوي. دا ټول په داسې حال کې دي چې د تېرو دوو اونیو په روان بې رحمه کمپاین کې نړۍ د دوی د ډله ييزو وژنو، د کلیو او بانډو ورانولو او په یوه سيمه کې له خپلو کورنو څخه د یو میلیون د څلورمې برخې بېګناه عامو خلکو د شړلو ننداره کوي. دا هغه ناوړه حقیقت دی چې په میانمار کې د دوی سیاسي او اقتصادي ګټو ته کوم ګواښ نه متوجه کوي. پر دغو ټولو سربېره جینوسایډ یا عاموژنه او نسلوژنه بیا هغه کلمې دي چې ډیموکراتیک مدافعین او سیاستوال یې د سیاست په میدان کې د خپلو سیاسي ګټو په موخه کاروي، په داسې حال کې چې رېښتینی حقیقت بیا تر خاورو لاندې کوي.

نن ورځ، د نړۍ په کچه ټول ډیموکراتیک حکومتونه روانې نسلوژنې ګوري، د بېګناه ښځو او ماشومانو چیغې اوري، د روانو سختو بې عدالتیو او په لوړه کچه د ظلمونو ننداره هم کوي، خو بیا یې هم د دغو ټولو ناخوالو پر وړاندې ځان غلی نیولی او د بېګناه مسلمانانو د ژوند ساتلو لپاره له ټولو اړوندو مسولیتونو څخه تېښته کوي؛ ځکه چې د دوی په نظر او د دوی د پانګوالۍ نظریې پر بنسټ د دغو بېګناه خلکو د ژوند په ساتنه کې د دوی سیاسي او اقتصادي ګټې خوندي نه دي. له دغو ټولو سره بیا هم دوی د ډیموکراسۍ د مدنیت چیغې وهي، په داسې حال کې چې اسلامي شریعت دولت مکلف بولي چې په داسې حالاتو کې انسانیت له داسې وحشتونو او ظلمونو وژغوري، څومره وحشت! سبحان الله!

هر هغه نطام چې اخلاقي وجدان پکې پلورل شوی وي په هېڅ صورت یو ښه نظام نه ګڼل کیږي او نه هم د یو ملت د حکومتولۍ توانایي لري. په حقیقت کي اوس د ډیموکراسۍ وخت تېر دی! د هغې دروغ، د بشریت ضد کړنې او دروغجنې وعدې ټول هغه څه دي چې خلکو ته اوس په ډاګه شوي. له شک پرته چې نړۍ اوس یو مناسب بدیل ته اړ ده، چې باید د اخلاقي وجدان له اړخه د روانو ډارونکو جرایمو پر وړاندې ودریږي، انساني حرمت او وقار ته په هر ډول سیاسي او اقتصادي ګټو کې لومړيتوب ورکړي! له شک پرته چې امت داسې یو دولت ته سخت اړ دی چې په رېښتیني ډول د مسلمانانو د ګټو او د دین استازيتوب وکړي: داسې یو دولت چې رهبر یې د امت او د هغوی د وینو د ساتني مسؤولیت پر غاړه واخلي: داسې یو دولت چې په نظام کې یې د هر چا ژوند ساتل شوی وي، هر مظلوم مسلمان د عزت ژوند ولري او د اسلام په چوکاټ کې له دين پرته چې د هغه سيمه او قوم په نظر کې ونیول شي د تابعیت حق ورکول شي. داسې دولت یوازې د نبوت پر تګلاره خلافت دی، یعنې د الله سبحانه وتعالی نظام! لکه څرنګه چې فرمایي:

﴿وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا﴾
[النور: ۳۹]

هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوی عملونه په هوار ډاګ کې د هغه ځلېدونکي سراب په څېر دي چې تږي پرې د اوبو ګومان وکړي، خو کله چې په ډېره سختۍ ورته راشي، نو هېڅ شی هم ونه مومي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې